۱۰ شَوَّال ۱۴۴۵

د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ازبکستان جمهوریت د ولسمشرۍ د چارو د ادارې د مشر سردار عمرزاکوف ترمنځ لیدنه وشوه.

دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان پر دوو اړخیزو اړیکو، ټرانزیټ، کرنیزه برخه کې همکاریو او د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د رېل پټلۍ د کار د پیل په باب خبرې وکړې. افغان لوري د رېل پټلۍ د متخصصینو له خوا د نقشې د سروې په اړه خپل تیاری وښود او ازبک لوري وویل چې د دې اوونۍ له پیل سره سم به د سروې چارې د افغانستان په خاوره کې پیل شي. همداراز ازبک لوري هوکړه وکړه چې د افغانستان د کرنې د اصلاح لپاره به مرسته کوي،په ځانګړې توګه د زراعتي ناروغیو د درملنې او مالداري لپاره به کلینیکونه جوړوي. ښاغلي عمرزاکوف د افغانستان او ازبکستان د حکومتونو او ولسونو ترمنځ اړیکې ډېرې دوستانه او ژورې وبللې. محترم متقي صاحب دوستانه اړیکي د تجارت او ترانزټ زیاتوالی او په سیاسي ډګر کي یو دبل ملاتړ د دواړو هیوادو د پرمختګ لپاره یو ښه زیری وباله په دې ناسته کې د افغانستان د مالیې وزیر ملا هدایت‌الله بدري او د افغانستان بانک دویم مرستیال حاجی نور احمد آغا هم ګډون درلود.