Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۱۱ رَبِيع ٱلْأَوَّل ۱۴۴۵

‏د ا.ا.ا. له بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي سره له برتانيې څخه راغلو علماوو وکتل.

په کتنه کې د بهرنيو چارو محترم وزير راغلو میلمنو ته تر هرکلي وروسته د هیواد په عمومي حالاتو خبرې وکړې او د اسلامي امارت تر پشپړ حاکمیت را وروسته یې د مثبتو تغيراتو لکه د ملي امنيت او ثبات تحکیم او اقتصادي پرمخکتګونو په تړاو رڼا واچوله، د میلمنو سوالونو ته يې ځوابونه وويل او غوښتنه يې وکړه چې د افغانستان حقيقي انځور تر نړۍ او خپلو ولسونو ورسوي.
متقي صاحب له نړیوالو سره مثبت تعامل د اسلامي امارت د بهرني سیاست مهم هدف وباله.

Read Previous

‏د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي په مشرۍ به يو پلاوی د روانې ميلادي مياشتې په پای کې دوحې ته سفر وکړي او هلته به له امريکايي چارواکو سره پر اړوندو مسايلو خبرې اترې وکړي.

Read Next

‏نن ورځ د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي په مشرۍ يوه پلاوی دوحې ته سفر وکړ او هلته به له امريکايي با صلاحیته استازو سره د بنديزونو او تور ليستونو ختمولو، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادولواو د افغانستان د هوايي حريم پر نقض بحثونه ولري.

Leave a Reply