نن په کابل کې د قطر دولت سفارت شارژدافیر ډاکټر مردف القاشوطي د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره وکتل. په دې ناسته کې د افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو، د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو او سیمهییزو مسایلو خبرې وشوې.
په سر کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د قطر دولت سره د افغانستان اسلامي امارت اړیکې مهمې وبللې او په ګڼو سیمهییزو او نړیوالو فورمونو کې یې د قطر د ملاتړي رول ستاینه وکړه. ډاکټر مردف القاشوطي هم پر خپل وار د دواړو هېوادونو اړیکې مخ پر وده وبللې او څو اړخیزو فورمونو کې یې
د افغانستان د بهرنیو اړیکو د لا پراختیا په برخه کې د خپل هېواد د مثبت رول لوبونی په اړه چمتووالی وښوده.