۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۳

د بهرنیوچارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د اغاخان بنسټ ځانګړي استازي علی اکبر پسناني او مل پلاوي وکتل او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

ښاغلی علی اکبر پسناني له تحول وروسته د ترسره کړو فعالیتونو په اړه د بهرنیو چارو وزیر ته معلوماتي راپور وړاندي کړ.
ښاغلي پسناني او ورسره مل پلاوي څرګنده کړه چې بنسټ یې له افغانستان سره د اوږد مهالې همکارۍ په طرحه کار کوي تر څو وکولای شي له افغانانو سر د زراعت، صحت، تعلیم او نورو فرهنګي او انکشافي برخو کې لازمې مرستې او همکارۍ ترسره کړي.
متقي صاحب له دوی مننه وکړه چې له افغانانو سره بشردوستانه کومکونه ترسره کوي او غوښتنه یې ترې وکړه چې نیمه پاتې پروژې بیا پیل او د تکمیل شویو پروژو د حفظ او مراقبت چارې دې په ښه ډول تعقیب کړل شي.
د بهرنیو چارو وزیر همداراز له اغاخان بنسټ څخه هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې د غذايي او صحي موادو د کیفیت په اړه تشخیصي اسانچارې رامنځته کړي او په دې برخه کي له مربوطه ادارو سره همکاري وکړي تر څو د بې کیفیته درملو او خوراکي توکو په مخنیوي کې له اړوندو ادارو سره همکاري رامنځته شي.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏نن د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین الحاج شیر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د جمعیت اصلاح ټولنې له مشر او غړو سره وکتل.

Read Next

‏د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اسلامي امارت د مسئولینو د دوامداره تماسونو په نتیجه کي هغه نظامي تجهیزات چې د تیرې ادارې د سقوط پر مهال ایران هیواد ته اړول شوي وو، د هغو له جملې څخه د ګڼ شمیر سپکو او درنو وسلو په شمول ‏هاموي شوبلې، رینجرې، د اور وژنې موټر او لسګونه عراده جات بیرته د افغانستان حکومت ته وسپارل شول.

Leave a Reply