د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره د افغانستان لپاره د ناروې شاهي دولت شارژدافير ښاغلي پير البرت الساس ولیدل او په يو لړ دوه اړخيزو او سیمه ييزو مسايلو يې خبرې وکړې.
د هيواد د بهرنيو چارو وزير د ناروې له خوا د اسلامي امارت دیپلومات منل په اړيکو او باور جوړونه کې يو ښه پرمختګ وباله او د افغانستان او لوېديز هېوادونو ترمنځ اړيکو کې يې د ناروې رول رغنده ياد کړ.
مولوي امير خان متقي په سيمه کې د روان وضعيت په تړاو اندېښنه وښوده او يادونه يې وکړه چې د افغانستان حکومت په اسلامي او انساني بنسټونو د ايران ولس سره همکارۍ ته چمتووالی لري.
ښاغلي پير د سيمې وروستيو تحولاتو په هکله د خپل هيواد دريځ بيان کړ او پر افغانستان يې د ممکنه اغيزو په اړه انديښنه څرګنده کړه.
د ناروې شارژدافير وويل چې نږدې راتلونکي کې به يې د هېواد يو پلاوی راشي او د افغانستان حکومت سره به په ګډه له افغانستان سره اړيکې وارزوي.