۱۸ رَمَضَان ۱۴۴۵

‏د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنۍ پانګونې وزیر ښاغلي سردار عمرزاکوف سره په چین کي وکتل.

دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان د حکومتونو ترمنځ د همکاریو د لارنقشې او پرمختګونو هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې ژر نهايي او پلی شي. ‏متقي صاحب وویل، ازبکستان د افغانستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري. لکه څرنګه چې افغانستان سویلي اسیا ته د ازبکستان لپاره د ټرانزیټ ښه لار برابروي، په ورته ډول ازبکستان منځنۍ اسیا او روسیې پورې د افغانستان توکیو ته ښه لار ده.
ښاغلي عمرزاکوف مننه وکړه چې د افغانستان په مرسته ‏د ازبکستان توکي پاکستان ته ورسېدل.
ده همداراز له افغان حکومته هیله څرګنده کړه چې ازبک سوداګرو ته په افغانستان کې د پانګونې زمینې برابرې شي.
دواړو لوریو د ترمذ-مزارشریف-کابل-پېښور د رېل پټلۍ کار پر پيل ټینګار وکړ.
د ازبکستان لوري وویل، که د دې سترې پروژې تمویل له ستونزو سره ‏مخ شي، هېواد یې چمتو دی چې تمویل یې کړي.
دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډې سوداګرۍ، خصوصاً د افغانستان د صادراتو او وارداتو ترمنځ مثبت بیلانس ته په ګډه کار وکړي.
په پای کې دواړو لوریو ناسته مثبته او ښې راتلونکې ته هیلمندي وښوده.