Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۰۵ رَبِيع ٱلْأَوَّل ۱۴۴۵

‏نن د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان په چارو کې د مالیزیا د بهرنیو چارو وزير خاص مشاور سره وکتل

چې د کتنې موخه د بشري مرستو زیاتوالی، شفافیت، د اسلامي بانکدارۍ وده، د روابطو ټینګښت او پراختيا وه.‏ښاغلي داتو حاجي احمد اعظم عبدالرحمن یادونه وکړه چې په ۲۳ فبروري به د ماليزيايي ولس د مرستو یوه الوتکه کابل ته راورسيږي او د خپلو مرستو او اقتصادي همکاریو د انسجام لپاره په کابل کې دفتر خلاصوي.‏محترم متقي صاحب د مالیزیايی ولس له مرستو مننه او هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه چې مالیزیا هیواد دي د هوايي دهلیز له لاري د افغانستان مهمو طبي بوټو او وچې مېوې ته د مارکېټ په پيدا کولو کې د اقتصادي پرمختګ په هدف همکارۍ وکړي.

Read Previous

‏نن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو د سرست وزیر مولوي امیر خان متقي په مشري لوړ رتبه پلاوي د قطر په مرکز دوحه کې د ۱۶ اروپایې هیوادو له سفیرانو سره غونډه وکړه.

Read Next

‏نن د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره د یوناما مشرې اغلې ډیبورا لاینز وکتل.

Leave a Reply