۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۳

‏نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د ترکيې سفیر جهاد ارګینای وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو په پياوړتيا یې خبرې وکړې.

ښاغلي ارګینای وویل چې د افغانستان – ترکیې اړېکې مثبت اړخ ته روانې دي، ترکیې په لوړه کچه بشري مرستې کړي او دوام به ورکړي، اوزیاته یې کړه چې ‏خپل تجاران هڅه وو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او په دې لټه کې یو چې څنګه اړیکې نورې هم پراخې کړو.

محترم متقي صاحب د ترکيې د بشري مرستو مننه وکړه، ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت به د ترکي تجارانو لپاره لازم تسهیلات برابر کړي او زیاته یې کړه چې د افغان- ترک حکومتونو مثبتې اړیکې ‏د دواړوهیوادونو په ګټه دي.

همداراز په ناسته کې دواړو اړخونو یو له بل سره په سیاسي موضوعاتو هم نظریات شریک کړل او د دوه اړخیزې همکاري په دوام ټینګار وشو.

MFA _Afghanistan

Read Previous

محترم متقي صاحب ځانګړې مرکه CNN تلویزون سره

Read Next

‏نن د بهرنیو چارو وزارت په مرمرینه ماڼۍ کې یوه پرتمینه غونډه جوړه شوه.

Leave a Reply