۱۵ شَوَّال ۱۴۴۵

‏نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د پاکستان شارژدافیر ښاغلي عبید الرحمن نظاماني وکتل.

په ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر پاکستاني شارژدافیر ته وویل چي په دې وروستیو کې له افغانانو سره د پاکستاني پولیسو چلند ناسم، پارونکی او د دواړو هیوادونو په زیان دی. دغه زار محترم متقي صاحب د پاکستان سفارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د پاکستان د ویزو د اجراء په برخه کي شته ستونزې هواري اوتسهیلات رامنځ ته کړي، د ځنډ او خنډ مخه یې ونیسي.
ښاغلي عبیدالرحمن نظاماني ژمنه وکړه چي ورکړل شوي پيغامونه به له خپلو چارواکو سره شریکوي او د هر ډول ستونزو‏د هواري ډاډ یې څرګند کړ. پاکستاني شارژدافیر وویل، پاکستان او افغانستان دوه مسلمان ګاونډي هیوادونه دي چې ګن مذهبي، کلتوري او اقتصادي مشترکات لري، هغه زیاته کړه چې حکومت یي هیڅ چاته اجازه نه ورکوي تر څو د دواړو هیوادونو تر منځ فضاء خړه او حالت کړکیچن کړي،‏ښاغلي نظاماني څرګنده کړه چې هر هغه څه چي د سفارت اړوند او دده په مسؤلیتونو کې راځي هغه به ترسره کوي.