Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۱۱ رَبِيع ٱلْأَوَّل ۱۴۴۵

نن په کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ایرګین‌آی او ورسره مل پلاوي د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امیر خان متقي صاحب سره تودیعي لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې د ترکیې سفیر په افغانستان کې د خپل ماموریت په بریالیتوب سره د پای ته رسېدو په یادونې سره زیاته کړه:
د دوه نیمو کالو په موده کې چې دلته د خپل هېواد د لوی سفیر په توګه وم، ښې خاطرې لرم او غواړم چې د افغانستان خلکو ته او هم زما په دندو کې د اسانتیاوو د برابرولو له امله د بهرنیو چارو وزارت او د اسلامي امارت د اړوندو ادارو د دوامداره همکاریو څخه مننه وکړم.

د ترکیې سفیر وویل: د تاریخ په اوږدو کې د ترکیې او افغانستان اړیکې تل دوستانه پاتې شوي او مونږ د افغانستان څخه ښه دوستان لرو چې هیڅکله به مو هېر نشي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي صاحب د ترکیې سفیر او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه: د بهرنیو چارو وزارت په هېواد کې د بهرنیو سفارتونو سره د یوې همکارې ادارې په توګه به تل هڅه کوي چې بهرنيو سیاسي او قونسلي استازولیو ته تر ټولو ښه خدمات وړاندې کړي. هغه زیاته کړه: بې له شکه چې زموږ په هېواد کې ستونزې موجودې وې خو د افغانستان اسلامي امارت د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې عاجل اقدامات کړي او د هېواد ټولې ستونزې یې له منځه وړي دي.

محترم متقي صاحب د ترکیې سفیر ته د راتلونکي ژوند په ټولو برخو کې د بریالیتوب هیله وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان او ترکیې ولسونه په سختو ورځو کې د یو بل دوست پاتي شوي او باور لرو چې زمونږ د ولسونو دغه دوستي به تلپاتې وي.

Read Previous

د ١٤٠٢ هجري شمسي کال د سنبلې ۷ مه، اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې د پاکستان هیواد د سیند ایالت له زندانونو څخه ۷۵ تنه افغان بندیان را خلاص او په دولتي مصارفو خپل هیواد ته را ولیږل شول.

Read Next

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان له استازو او د اسلامي هیوادونو د علماء کرامو پلاوي سره ناسته وکړه.

Leave a Reply