‏پرون د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي سره په کابل کې د چين سفير ښاغلي وانګ يو وکتل.

دواړو لوريو له زلزله ځپلیو سره په مرستو، پر سياسي مسايلو، د افغانستان او چين ترمنځ پر ګډې سوداګرۍ، بشري مرستو او چين ته د افغان محصلينو د بېرته ګرځېدو په باب هراړخيزې خبرې وکړې.

‏په پيل کې د چین سفير د وروستۍ زلزلې په اړه د بهرنيو چارو وزير ته د هغه د چينايي سيال ښاغلي وانګ يي د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل. همداراز د چين سفير په نژدې راتلونکي کې زلزله ځپلو هېوادوالو سره د خپل هېواد د بشري مرستو خبر هم ورکړ.‏د بهرنيو چارو وزير د خپل چينايي سيال د خواخوږۍ له پيغام او بشري مرستو مننه وکړه.
متقي صاحب له چينايي سفيره وغوښتل چې افغان سوداګرو ته د چين د ويزو د ورکړې لړۍ چټکه کړي. د چين سفير وويل چې افغان سوداګرو ته د ويزو د ورکړې د پيل لپاره په تياريو بوخت دي.‏دواړو لوريو ژمنه وکړه چې سږ کال چين ته د افغان جلغوزيو د لېږد لړۍ کې هم پاموړ چټکتيا راشي.

MFA _Afghanistan

Read Previous

پرون د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د اندونیزیا د جمهوریس پخواني مرستیال او اوسنې د سرې میاشتې ریس ښاغلي یوسف کلا تلیفوني خبرې وکړې.

Read Next

‏نن د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو له وزیر وانګ يي سره ټيليفوني خبرې وکړې.

Leave a Reply