۱۸ رَمَضَان ۱۴۴۵

‏د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د ایران د رئيس جمهور خاص استازي محترم حسن کاظمي قمي تر منځ دوه اړخیزه ناسته وشوه.

‏په دې ناسته کې د افغانستان او ایران ترمنځ پر دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي اړیکو، د هوایي پروازو لا زياتیدا او ځمکنی ټرانزیټ او ګڼو سهولتونو په رامنځته کولو او مهاجرینو ته داسانتیاپه اړه مفصل بحثونه وشول.