۰۹ شَوَّال ۱۴۴۵

لومړني اقتصادي کانفرانس ته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي امیر خان متقي وینا

ځای: ارګ، چارچنار ماڼۍ

نېټه: چهارشنبه، ۱۹جنوري، ۲۰۲۲

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله، والصلاة و السلام علی خیر خلقه محمد و علی آله و اصحابه اجمعین، وبعد:

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا محترم مقام، د ریاست الوزرا درانه مرستیالان، د کابینې محترم غړي، د بهرنیو هېوادونو استازي، اکاډیمیکو شخصیتونو، متخصصینو او ټولو حاضرینوته!

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته

ډېر خوشاله یم، چې په افغانستان کې له مثبت تحول وروسته، په لومړي ځل وتوانېدو چې په لوړه کچه اقتصادي کانفرانس دایر کړو.

 په سر کې د ریاست الوزرا له درانه مقام څخه مننه کوم چې د دې ناستې هدایت یې ورکړی او د ماليې وزارت له مشرتابه او همکارانو مننه چې د دې مهم کانفرانس تابیا یې نیولې.

درنو ګډونوالو،

په تېرو پنځو میاشتو کې چې افغانستان کې نوی حکومت واک ته رسېدلی، د بهرنیو چارو وزارت ټول تمرکز له ګاونډیو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د نوي باب په پرانیستلو متمرکز و.

زموږ پرضد له شلو کلونو تبلیغاتي جګړې وروسته، اړتیا وه چې نړیوالو ته د افغانستان او د اسلامي امارت رښتینی انځور وړاندې کړای شو. په دې موده کې موږ وتوانېدو چې د ګاونډیو، سیمې او د نړۍ ډېرو هېوادونو خارجه وزیرانو او لوړپوړیو مسوولینو سره لیدنې کتنې او هیوادونو ته یې سفرونه ولرو. د دې تر څنګ، موږ په کابل کې هم د ډېرو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو استازو او درنو مېلمنو د راتګ ویاړ درلود.

دغه لیدنې کتنې او سفرونه د دې لامل شول، چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ په اړیکو کې نوی باب پرانیستل شي. نړۍ ته دا واضحه شوه چې افغانستان اوس د یوه مسوول، متعهد او پر متقابل درناوي او مشترکو ګټو باورمند سیاسي نظام څښتن دی. موږ په خپلو لیدنو او کتنو کې وتوانېدو چې د افغانستان په اړه منفي ذهنیت راکم او دوه اړخیز اعتماد او باور جوړ کړو.

درنو حاضرینو،

زموږ په نوي بهرني سیاست کې اقتصاد خپل جلا او مهم ځای لري. موږ پر یوه بې‌طرفه، متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست باور لرو. موږ په سیمه او نړۍ کې وینو چې د جیو پولیتیک ځای جیو ایکانومیک نیسي. موږ باور لرو، چې اقتصادمحوره بهرنی سیاست کولای شي په سیاسي اړیکو کې منازعې څنګ ته کړي او د حکومتونو ترمنځ د مشترکو ګټو پر بنسټ نژدېوالی راولي.

له اقتصادمحوره بهرني سیاست څخه مو موخه دا ده چې هم نړۍ سره د مشترکو اقتصادي ګټو پر بنسټ اړیکې ولرو او هم وتوانېږو چې افغانستان د سیمه ییز اقتصادي اتصال پر مرکز بدل کړو. موږ د نړۍ پرمخ تللیو دولتونو او پانګوالو شرکتونو ته بلنه ورکوو چي په افغانستان کې په مختلفو برخو کې د پانګونې وکړي. همداراز، په افغانستان کې د امنیت، مسئول او له فساد څخه پاک حکومت د راتګ په نتیجه کې کولای شو د سیمې په اقتصادي اتصال کې محوري رول ولوبوو. اوس د دې وخت رارسېدلی چې موږ دغه آرزو په حقیقت بدله کړو. افغانستان به نور د نورو دولتونو ترمنځ د «تصادم» پر ځای د «تفاهم» مرکز شي.

د پرله پسې هڅو له لارې ازبکستان او تاجکستان د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره وصل شول او په منظم ډول افغانستان د لنډ ټرانزیټي مسیر په حېث د دغو هیوادونو له لوري عملا کارېږي.

بل درې اړخیز ټرانزیټي توافق د ترکمنستان- افغانستان- پاکستان دی چې اوس پرې خبرې روانې دي او نږدې ورځو کې به یې د عملي کېدو شاهدان و اوسو. ټرانسپورټي ټرانزیټي مرکز کېدو لپاره په دې بسنه نه کوو بلکې مذاکرات روان دي چې روسیه، قزاقستان او بلاخره ټوله مرکزي اسیا له جنوب او جنوب غربي اسیا سره د افغانستان له لارې وصل کړو. دا به له یوه لوري افغانستان ته دوامداره عایداتي منبع او له بل لوري به د افغانستان ثبات د سیمې له اقتصادي ګټو سره غوټه کړي.

درنو ګډونوالو،

د عاجلو بشري مرستو جذب، بانکي او پولي سیستم نجات او د سوداګرۍ وده د بهرني سیاست بله مهمه اجنډا وه چې له بېلابېلو هېوادونو سره په بېروني سفرونو او داخلي ناستو کې له اړونده ادارو سره پرله پسې تخنیکي ناستې پري وشوي.

د بشري مرستو د جذب همدارنګه سیاسي مسایل له اقتصادي او بشري مرستو نه د بېلولو په موخه د نړېوال ذهنیت جوړول، بانکي او مالي سیستم باندې د بندیزونو نرمښت او د افغان توکو صادراتو د زیادښت لپاره ګاونډ او د سیمې هېوادونو سره یوه توافق ته رسېدل هغه څه وو چې زموږ د اقتصاد محوره پالیسي ښکارندویي کوي.

درنو حاضرینو!

باید هېره نه کړو چې د تېر شل کلن رژیم د واکمنۍ، پراخ فساد، زیربناو ته  نه توجه او تحمیلي جګړې په نتیجه کې زموږ خلک اوس له بشري ننګونو سره مخ دي. له دې فرصت څخه په استفادې له ټولو هغو هېوادونو او مرستندویه ادارو څخه د زړه له تله مننه کوم چې په دې سخت وخت کې يې زموږ اړمنو خلکو سره بشري مرستې کړي دي.

د یادولو بولم، چې بشري مرستې لنډمهاله ستونزې اوارولای شي؛ خو د دې لپاره چې افغانان پر خپلو پښو ودرېږي د چا د اوږو بار او له هیواده وتلو ته اړ نه شي، پکار ده چې د ملي ځان‌بسیاینې لپاره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدو ته لار اواره کړو.

د افغانستان حکومت به لازیات کوښښ وکړي چي د سرمایه ګذاري او زیر بنایې پروژو په برخه کي بهرنیو او کورنیو مرستندویانو او پانګوالو ته د لازیات اطمنان فضاء رامنځ ته کړي. په پای کي یو ځل بیا له دې فرصت څخه په استفادې د امریکا پر متحده ایالاتو غږ کوم چې د افغانستان د مرکزي بانک زېرمې له بندیزونو څخه وباسي، مرستندویه ادارو او افغانانو ته دي افغانستان ته د پیسو په لیږلو کي ټول خنډونه لیري کړي، د نړۍ له دولتونو څخه مو هم هیله ده چې په دې انساني مسئله کې خپل غږ پورته کړي. ـ

الله تعالی دي دا کانفرانس د ګران هیواد د اقتصادي پرمختګ زریعه وګرځوي.

ستاسې له توجه ډېره مننه!

پاته وختونه مو نیکمرغه.