۰۹ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

د “افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار” ناستې ته د هېواد د بهرنیو چارو زویر مولوي امیر خان متقي وینا
نېټه: ۲۹ / جنوري / ۲۰۲۴ کابل – افغانستان

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد الله رب العالمین و الصلاة و السلام علی خیر خلقه محمد وعلی اله و اصحابه اجمعین، اما بعد:

له ټولو لومړی د هېوادونو خاصو استازو، سفیرانو او درنو ملېمنو ته د افغانستان سیمه ییزې همکارۍ ابتکار غونډې ته ښه راغلاست وایم او هیله لرم چې په دې غونډه کې له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو د اړیکو په باب ژور او عملي بحثونه ولرو.

درنو حاضرینو!
د کابل په ښکلي ښار کې د ننۍ غونډې د راغوښتلو بنیادي هدف د سیمې او افغانستان تر منځ د مثبت تعامل لپاره د یو منطقه محور روایت رامنځ ته کولو په اړه بحث کول دي. همداراز، امید لرم چې له دې فرصت څخه په استفادې مونږ او تاسې وتوانېږو په افغانستان له جګړې او اشغال وروسته د رامنځته شوو فرصتونو په اړه هم خپل نظرونه شریک کړو.

سیمه ییزه همکاري کیدلای شي په لاندې مواردو متمرکزه وي:
» د ګډو ګټو لپاره د سیمې له هېوادونو سره د تعامل او همکارۍ په لارو چارو غور کول.
» د سیمې له بالفعل او بالقوه تهدیدونو سره د مبارزې لپاره یو منطقه محور روایت رامنځ ته کول.
» د نرم او سخت نښلون د هغو فرصتونو په باب بحث کول چې د سیمې د ټولو هېوادونو اقتصادي ګټې یې ایجابوي.
» د سیمې په هېوادونو او په خصوصي ډول پر افغانستان د بهرنیو بندیزونو پر وړاندې همغږي او د یو بل حکومتي ساختار او د پرمختګ ماډلونو ته احترام کول.

محترمو حاضرینو!
له تېرو څه کم دوه نیمو کلونو څخه چې اسلامي امارت د افغانستان د چارو مدیریت په لاس کې لري، د سیمې له هېوادونو سره یې د تجارت په پراختیا او ټرانزیټ بې مخینې پرمختګ کړی. دا هغه څه دي، چې څه موده وړاندې د پردو جګړو له امله په دې خاوره کې ممکن نه ؤ.

اسلامي امارت له یو اړخه د هېواد شل کلن اشغال او په مجموعي ډول څلوېښت کلن ناورین ته د پای ټکی کېښود او یو مرکزي حکومت یې رامنځته کړ، له بل اړخه یې د داسې بهرني سیاست بنیاد کېښود، چې د اقتصاد محورۍ د اصل له مخې یې لومړیتوب د منطقې شریکې ګټې تعریفول او د شریکو تهدیدونو پر ضد مبارزه کول دي.

افغانستان چې له نیمې پیړۍ څخه یې نا امني او بې ثباتي تجربه کړې، نه غواړي چې په هېڅ صورت د سیمې یو هېواد هم د ناامنۍ او بې ثباتۍ ښکار شي. اسلامي امارت لپاره د سیمې امنیت خاص اهمیت لري. اسلامي امارت حاضر دی، چې د متقابل احترام له مخې د مشترکو ګټو لپاره د سیمې هیوادونو سره یوځای کار وکړي. په تېرو څه کمو دوه نیمو کلونو کې اسلامي امارت عملا دا ثابته کړې ده، چې خپلې ګټې د سیمې له هیوادونو سره یوځای د «ګډې – ګټې» په بنیاد تعریفوي او د سیمې نورو هېوادونو ته هم پېشنهاد کوي، تر څو سیاست ته د «حاصل جمع صفر» اصل پر ځای د «ګډې – ګټې» قاعدې له زاویې وګوري. دا لید کولای شي د سیمې د ټولو هیوادونو ګټې وساتي.

د اسلامي امارت له حاکمیت راهیسې ښايي، دا ثابته شوي وي، چې سمیه ییز اقتصادي نښلون، زمونږ د بهرني سیاست یو له اساسي بنسټونو څخه تشکیلوي. دا یواځې شعار نه دی، بلکې مونږ باور لرو چې د سیمې او منطقې اقتصادي ګټې سره نښتې دي او له یو بل پرته نشو کولای دا شریکې ګټې تضمین کړو.‌ دا نښلون د سیمې ټول هېوادونه دې ته مجبوروي چې مونږ له یو بل سره مثبتې اړیکې ولرو.

دا اړینه ده، چې د سیمې هېوادونه له یو اړخه اسلامي امارت سره د مثبتو او رغنده اړیکو له لارې د نامطلوبې وضعې مخه ونیسي او له بل اړخه د اشغال له پای وروسته د رامنځته شوو فرصتونو تضمینولو لپاره په عملي میکانېزم کار وکړي. اسلامي امارت کولای شي، چې د یو منطقه محوره روایت له مخې د هغو ننګونو مخه ونیسي چې ښايي د سیمې ټولو هیوادونو لپاره منفي پایلې ولري.
محترمو حاضرینو!
غواړم له دې فرصت څخه په استفادې تاسي ته واضح پیغام ولرم:
اسلامي امارت د نورو هېوادونو ګټو، انتخابونو، حکومتي ساختارونو او د پرمختګ ماډلونو ته احترام لري او په مقابل کې له نورو هم غواړي چې د افغانستان ګټو، انتخابونو، حکومتي ساختار او د پرمختګ ماډلونو ته احترام وکړي.
له شل کاله د آزادۍ او اسلامي نظام د اقامې له مبارزې وروسته نن مونږ خپل راتلونکی په خپل ابتکار ټاکو. د افغانستان پخواني او معاصر تاریخ دا عملا ثابته کړې چې پردۍ وارداتي نسخې د افغانستان لپاره کار نه ورکوي. تېرې نیمې پېړۍ کې د افغانستان خاورې ته ګڼ شمېر بهرنۍ نسخې وړاندې شوې؛ ځینې یې د ملګرو ملتونو، ځینې د خاصو دولتونو او ځینې یې د خاصو استازو له اړخه وې خو تاسې د دې شاهد یاست چې یادو طرحو د مثبت تأثیر پر ځای منفي اغېز درلود او نتیجه یې یواځې د افغانستان بې ثباتي، جګړه او اشغال ؤ.

په دې اساس د تاریخ دا ترخې تجربې باید له یاده ونه ویستل شي. افغانستان نن له شل کاله مبارزې او بې سارې قربانۍ وروسته د یو آزاد او مستقل حکومت په حیث د دې وړتیا لري چې د سیمې او نړۍ له حکومتونو سره د خپلې علاقې وړ مسائلو په باب خبرې وکړي. افغان حکومت چې یوې اوږدې غمیزې ته یې د پای ټکې ایښی او د سولې، ثبات او امنیت تر څنګ بې ساري مثبت پرمختګونه لري، د یوناما په شتون کې ملګرو ملتونو له اړخه د بل خاص استازي اړتیا نه ویني، بلکې همدا حکومت آماده دی او د دې ظرفیت هم لري چې له نړۍ او سیمې سره خپلو بحثونو ته دوام ورکړي.
له دې فرصت څخه په استفادې له تاسي څخه هیله لرم، چې لرو هیوادونو ته د دوحې راتلونکې ناستې کې د افغانستان عیني‌واقعیتونه ورسوئ، تر څو د یو واقعي، معقول او افغانستان ته د منلو وړ تعامل لپاره اړیکو ته راوړاندې شي. زه غوا ړم دا په ډاګه ووایم چې افغانستان له هېڅ لوري سره د تقابل او ټکر پلوی نه دی، بلکې له ټولو جهتونو سره په مثبت تعامل او همکارۍ تأکید لري. له دې امله اړینه ده، چې افغانانو ته د حکومتولۍ د نسخو ورکولو په ځای نړۍ له افغانستان مشترکې ګټې تعریف کړي او د افغانانو انتخاب ته احترام وشي.
له نیم قرن بې ثباتۍ او ناخوالو وروسته ښه دا ده، چې د مسائلو د حل لپاره افغانستان ته د خپل عنعنوي ابتکار فرصت ورکړل شي. تېر دوه نیم کاله د ډېرو نا مشروع بندیزونو او منفي وړاندوینو تر څنګ مونږ توانېدلي یو مثبت پرمختګ ولرو. په دې موده کې افغان حکومت په دې توانېدلی چې د حکومت ساختار راجوړ کړي، درې ګونې امنیتي ارګانونه منظم کړي، د فتنه ګرو ډلو لخوا د افغانستان ملت او سیمې ته متوجې تهدیدونه له منځه یوسي، د مخدره موادو کښت له منځه یوسي، د هېواد اقتصادي ماشین روان وساتي، لویې اقتصادي پروژې پیل کړي او د سیمې تر منځ د تجارت او ټرانزیټ په برخه کې مثبت پرمختګ وکړي.

درنو حاضرینو!
غواړم په ډاګه کړم چې افغانستان هم د بل هر هېواد په شان مشکلات لري. یو هېواد چې نیم قرن له بیروني مداخلو او جګړې تېر شوی وي، په لنډه موده کې ټولو مسائلو ته حل نه شي پیدا کولای. سره له دې، اسلامي امارت کوښښ کوي چې هغو ټولو مشکلاتو ته حل راوباسي کوم چې دې نظام ته په میراث پاتې دي.
له دې فرصت څخه په استفادې او د سیمې له نورو غونډو لکه د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې او یا مسکو فارمټ ته مو هیله ده، چې د سیمې هیوادونه د یادو مېکانېزمونو له لارې یوې سیمه ییزې اجماع ته ورسېږي، تر څو د سیمې د ټولو هېوادونو شریکې ګټې وساتل شي.

ښاغلو مېلمنو!
نن ورځ زمونږ په ګډه سیمه کښې د صهیونیست رژیم لخوا د فلسطین د بې ګناه او بې دفاع خلکو په خلاف جنایتونه او ظلومونه ډیر د افسوس وړ دي او مونږ پرې د جدي اندېښنې اظهار کوو. زه یو ځل بیا دغه ظلمونه او جنایات په سختو ټکو غندم، یو ځل بیا په نړیواله ټولنه غږ کوم چې په ګډه د دې وحشیانه ظلمونو او د فلسطین د مظلومو خلکو د نسل وژنې مخه ونیسي او د فلسطین د خلکو حقونه تامین کړي.
په پای کې یو ځل بیا ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وایم او هیله لرم چې ګټور بحثونه ولرو.