د مسکو فارمټ په اوومه غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر وینا

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله رب العالمین و الصلاة والسلام علی محمد و علی اله واصحابه اجمعین، و بعد،
د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی سرګي لاوروف، د مسکو فارمټ د اوومې غونډې غړو او مېلمه هیوادونو محترمو استازو، ښاغلو او آغلو!
سهار مو پخیر،
له هر څه وړاندې زه د روسیې فدراسیون له محترم دولت څخه مننه کوم چې په لومړي ځل یې مسکو فارمټ کي افغانستان ته د غړي په حیث بلنه ورکړه. همدارنګه د روسیې فدراسیون حکومت او په مشخص ډول د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلی سرګي لاوروف د کوربه توب، مېلمه پالنې او ګرم استقبال ځانګړې مننه کوم.
له دې فرصت څخه په استفادې د روسیې فدراسیون قدرداني کوم چې د یو جرأتمندانه اقدام په ترڅ کې یې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژنده. دا داسې یو ګام وو چې زمونږ تر منځ یې بېساری عملي همکاریو ته لاره پرانستله.
تاسي ته مالومه ده چې د مسکو په فارمټ کې زمونږ تېره ناسته د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۴مه ترسره شوې وه. له هغه وخت راهیسې په سیمه او نړۍ کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي خو له نېکه مرغه د افغانستان او سیمې اړیکې له پخوا لا ډېرې قوي او د لا ډېر استحکام په لور روانې شوې دي. دا د افغانستان په اړه د بیروني نړۍ د مناسب درک او ښه نیت ښکارندویي کوي.
قدرمنو حاضرینو!
مونږ او تاسي په داسې وخت کې سره راټول یو چې په سیمه او نړۍ کې د تغیراتو او تحولاتو څپه روانه ده. زما لپاره له ټولو ځانگړی او د پام وړ موضوع دا ده چې په داسې وخت کې زمونږ او ستاسي اړیکې د لا ډېر اعتماد او باور په لور روانې دي. زمونږ او ستاسي ننی مجلس د دې یوه څرګنده نښه ده.

تېرو څه د پاسه څلورو کلونو کې د افغانستان اسلامي امارت حاکمیت د افغانستان په امنیت، بهرني سیاست او اقتصاد په برخه کې بې مخینې پرمختګونه کړي دي چې ټوله نړۍ په عمومي ډول او دلته د غړو هیوادونو ناست استازي یې باید له پامه ونه غورځوي.

د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره مونږ ته په امنیتي برخه کې بېساري لویې ننګونې په میراث پاتې شوې. داعش، د نشه اي توکو مافیا، د وسلو قاچاق او نور ټول هغه موارد چې زمونږ هیواد یې له سیمې او نړۍ بېګانه کړی وو؛ نن په ډېر ښه ډول مدیریت شوي دي. افغانستان اوس د امنیتي ننګونې پر ځای د سیمه ېیز ثبات شریک او د اقتصادي پرمختګ په فرصت بدل شوی دی.
درنو حاضرینو!
له دې فرصت څخه په استفادې غواړم د افغانستان د امنیت د موضوع په اړه ستاسي‌ځانګړې توجو ولرم. لومړی باید دا واضحه وي چې زمونږ او ستاسي سیمه کې د امنیت موضوع د اسلامي امارت له راتګ سره نه ده راپیدا شوې. د دې سیمې امنیتي موضوعات تر څلورو لسیزو زیات تاريخ لري. تېر شل کاله په افغانستان کې بهرنی حضور او له دې غیر مشروع حضور سره د سیمې د ځینو هیوادونو همکاري د امنیتي ستونزو د جوړېدلو اساسي لامل وو. چي له نیکه مرغه په تېرو څلورو کلونو کي د ناامنۍ ټول عوامل په افغانستان کي له منځه تللي، زمونږ نظر دا دی چې دغه مثبت پرمختګ سره همکاري وشي او لاښه مدیریت شي تر څو بیا پخوانۍ تېروتنې تکرار نه شي. زمونږ سیمه باید بیا د تېرو محاسبو او نیمګړو پالیسیو له امله د ناامنۍ قرباني نه شي.‌ تاسي ته مالومه ده چې څه موده وړاندې د څو هیوادونو ګډه اعلامیه خپره شوه چې پکې افغانستان کې د بېلا بېلو ډلو د شتون موضوع مطرح شوې وه.‌ غواړم په ډېر واضح ډول ووایم چې افغانستان کې هېڅ داسې ډله شتون نه لري چې د افغانستان له خاورې په استفادې نورو هیوادونو ته ستونزې جوړې کړي. هیله ده چې له ناامنۍ د ځوریدونکو هیوادونو مسؤلین خپل مسؤلیت په خپله اوږه واخلي. زه په ډېر تأسف سره وایم چې ځینې لوري فعاله هڅه کوي چې په تېرو څلورو کلونو کې د راغلې آرامۍ او امنیت د ستایلو پر ځای افغانستان سیمې ته د خطر په حیث معرفي کړي. زه دغه هڅې په کلکو ټکو غندم او له ټولو هیوادونو غواړم چې د افغانستان په قضیه کې د عیني واقعیتونو اوخپلو معلوماتو په رڼاکي مستقل دریځ خپل کړي تر څو وتوانېږو د سیمې مشکلاتو ته عملي او مؤثره تګلاره خپله کړو.
زمونږ اطلاعات دا دي چې په دې وروستیو کې داعش او ځینو نورو ډلو د سیمې په نورو هیوادونو کې د تجهیز او روزنې مراکز جوړ کړي دي چې د افغانستان حکومت ته د نګرانۍ او تشویش وړ دي.
همدارنګه په افغانستان کي د مخدره موادو د کښت له بندیدو سره له افغانستان څخه دباندي په بیساري ډول د مخدره موادو کښت، تولید او قاچاق زیات شوی، د سیمې هیوادونه باید په مستقل ډول د یادو موضوعاتو څېړنې او بررسۍ پیل کړي.
محترمو حاضرینو!
په اقتصادي برخه کې غواړم ووایم چې د افغانستان اسلامي امارت په لومړي ځل د ملي پراختیا پنځه کلنه ستراتیژي اعلان کړې چې پلي کېدل به یې د هیواد د تولیدي سکتور، پانګونې، صادراتو او زیربنا د پراختیا له لارې د اقتصاد بنسټونه نور هم پیاوړي کړي.
تېر څلور کاله زمونږ د اقتصادي ټیکاو په لور مثبت سفر د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي. زه دلته غواړم ځینو مهمو ته یې ستاسي پام راواړوم؛
۱ کورنی ناخالص تولید
د اسلامي امارت په پیل کې زموږ د هېواد ناخالص تولید شاوخوا ۱۴.۴ میلیارده ډالره و؛ اوس دغه کچه ۱۷.۴ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده — چې د کلني نږدې ۳٪ فیصده اقتصادي ودې نښه ده او د تولیدي سکتور، کورني بازار او د عوایدو د سیسټم د ښه مدیریت اړوند پیاوړتیا څرګندوي.
۲ د صادراتو پراختیا
د افغانستان صادرات په تیرو ۴ کلونو کې سالانه له ۷۰۰ میلیونو ډالرو څخه تر ۲ میلیارده ډالرو پورې رسېدلي دي، او اوس افغان محصولات د نړۍ ۷۰ هېوادونو ته صادریږي — دا د نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي او د خارجي عوایدو د زیاتوالي څرګند ثبوت دی.
۳ د وارداتو زیاتوالی او د اخستلو ځواک
د ۲۰۲۰ کال په پرتله واردات مو هرکال له ۶.۵ میلیارده ډالرو څخه تر ۱۲ میلیارده ډالرو لوړ شوي — دا د کورني مصرف او د خلکو د اخیستلو د ځواک د پیاوړتیا نښه ده چې د اقتصاد د فعالیت او د ژوند د معیار د ښه کېدو شاخصونه دي.
۴ د بودیجې مالي خپلواکي:
اسلامي امارت اوس ټول دولتي مصارف د داخلي بودیجې له منابعو تمویلوي. په تېره دوره کې هر کال له ۴ تر ۶ میلیارده ډالرو پورې بهرنۍ مرستې د افغانستان د دولت په مصارفو کې شاملې وې؛ اوس مو د مالي استقلال پر لور مهم ګامونه اخیستي دي او کلنۍ عادي او انکشافي بودیجه په مکمل ډول له داخلي عوایدو څخه جوړوو.
۵ بهرنۍ پانګوونه او تعهدات
په تېرو څلورو کلونو کې مو د ۲۱ میلیارده ډالرو پانګونې ژمنې ترلاسه کړي چې له دې څخه تر اوسه ۷ میلیارده ډالر عملي پانګونې ته راړول شوې؛ دا پانګونې په زیربنا، انرژي، کانونو او تولیدي پروژو کې د دوامداره ودې سبب ګرځي.
۶ د صنعتي تولید پراختیا
په ۲۰۲۰ کال کې شاوخوا ۳۵۰۰ صنعتي فابریکې په افغانستان کې فعالې وې؛ اوس د فابریکو شمېر له ۶۰۰۰ څخه زیات دی — دا د تولیدي سکتور د پراختیا، د کورني تولید د زیاتوالي او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو اساسي شاخص دی.
پورته موارد د افغانستان د اقتصادي ثبات او پرمختګ په اړه زمونږ د تېرو څلورو کلونو د هڅو نتیجه ده. دا د پام وړ پرمختګونه دا په نښه کوي چې افغانستان د بل هر وخت زیات د سرمایه ګزارۍ او پرمختګ لپاره په مناسب وضعیت کې قرار لري خو متأسفانه چې د ځینو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو لخوا اقتصادي بندیزونه د افغانستان د اقتصاد د لا ډېر غوړاوي مخه نیولې ده. زمونږ شا او خوا ۹ میلیادره ډالره شتمنۍ اوس هم کنګل ده او د بندیزونو له امله مو د اقتصادي ودې او آزاد رقابت وړتیا اغېزمنه شوې ده.‌ له تاسي مې هیله ده ده چې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د شتمنۍ د آزادولو او د بندیزونو د لرې کولو په برخه کې خپل مسؤلیت اداء کړئ.
ښاغلو او اغلو!
څلور کاله وړاندې مونږ له نړۍ سره د تعامل په برخه کې له صفر پیل وکړ. د نړۍ ټولو هیوادونو ته مو پیام وړاندې کړ چې مونږ د اقتصاد محوره او متوازن سیاست په رڼا کې غواړو افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه وګرځوو. د سیمې هیوادونو زمونږ پیام په مثبت نظر واخست چې له امله نن د سیمې له ټولو هیوادونو سره نږدې او دوستانه اړیکې لرو، همدارنګه نور هیوادونه هم دې درک ته رانږدې شوي دي چې د سیاسي تعامل لار له افغانستان سره د اړیکو یواځینی انتخاب دی.
غواړم یو ځل بیا ووایم چې د افغانستان اسلامي امارت نه یوازې د سیمې له هېوادونو سره، بلکې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي او خپلو ارزښتونو په پام کې نیولو سره ښې اړیکې غواړي. مونږ غواړو له ټولو هیوادونو سره په مشترکاتو کار وکړو او د اختلافي مسائلو اړوند ډیالوګ او بحث رامنځ ته کړو. زمونږ په باور خبرې اترې، ناستې او مثبت تعامل د حل اساسي او د اعتماد سازۍ یواځینې لاره ده.
قدرمنو حاضرینو!
له دې فرصت څخه په استفادې غواړم څو ځانکړي وړاندیزونه ولرم:
۱ زه له تاسي ټولو هیله لرم چې د افغانستان موضوع ته د ځمکنیو واقعیتو په نظر کي نیولو سره له مستقلې او نسبي زاویې وګورئ.‌ د افغان حکومت هغه هڅې چې د سیمې د امنیت، اقتصاد او سیاسي ثبات په برخه کې یې کړي دي باید له پامه ونه غورځول شي.
۲ دا چې د روسیې فدراسیون له اړخه د اسلامي امارت په رسمیت پیژندل یو مثبت اقدام وو، هیله لرو له دې او ورته فارمټونو څخه په استفادې نور هیوادونو هم له افغانستان سره د عملي همکاریو په لور مثبت ګامونه واخلي.
۳ د اسلامي امارت ټینګه اراده ده چې افغانستان د سیمې د اتصال او اقتصادي پرمختګ د نښلون نکته جوړه کړي. اوس ښه موقع ده چې د ستونزو د شاربلو پر ځای اقتصادي ښکېلتیا ته لومړیتوب ورکړو.
۴ د نشه اي توکو په ضد د مبارزې په برخه کې پکار ده چې ګډه منطقوي همکاري رامنځ ته کړو تر څو وتوانېږو دغه بدمرغه پدیده په ګډه د سیمې له ټولو هیوادونو پاکه کړو. د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې هرې ممکنې همکارۍ ته تیار دی.

په آخر کې مهمه بولم چې د فلسطین د مظلوم ولس درد یاد کړم. په ډېر تأسف سره حاکم نړیوال نظم د غزې د بې ګناه ماشومانو، ښځو او سپین ګیرو په حق کې د روان ظلم په مخنیوي کې ناکام شوی دی.
دې حالت د ملګرو ملتونو په څېر د ټولو نړیوالو ادارو او د بشر د حقوقو فلسفه له لوی سوال سره مخ کړې ده.
هیله ده چې د خبرو اترو په برخه کې روان پرمختګ په یوې داسې ملموسې نتیجې پای ته ورسېږي چې د فلسطین ولس پکې د خپل برخلیک ټاکلو د آزاد حق تر څنګ آرام ژوند ولري. زه بیا هم د سیمې او نړۍ هغه لوبغاړي چې کولای شي په غزه کې د روان ظلم او نسل وژنې مخه ونیسي، داسې عملي اقداماتو غوښتنه کوم چې په دې مهمې موضوع کې خپل مسؤلیت اداء کړي.

له توجه څخه مو مننه

نورې ویناوې...