د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو 50غونډې ته د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزير د وينا متن

الحمد لله رب العالمین والصلاة و السلام علی خیر خلقه محمد وعلی آله واصحابه اجمعین.
اما بعد:
جلالتماب حسين ابراهيم طه – د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي،
ښاغلی مبيلا مبيلا د کېمرون جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر،
د اسلامي همکارۍ سازمان د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو محترمو وزيرانو او استازو، او د ناظرو هيوادونو او سازمانونو درنو استازو،
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!
له هر څه وړاندې د افغانستان اسلامي امارت او خلکو په استازیتوب د کېمرون جمهوريت له حکومت او خلکو څخه د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د پنځوسمې غونډې د کوربه توب او مېلمه پالنې له کبله د زړه له تله مننه کوم. همداراز د اسلامي همکارۍ سازمان د يو له بنسټ ايښودونکي هيواد د استازي په توګه د دغه سازمان له سر مُنشي، جلالتمآب حسين ابراهيم طه څخه د دغه سازمان د حکيمانه رهبرۍ او د دغې غونډې د بريالي تدوير له کبله د زړه له تله مننه کوم.
ښاغلو او آغلو!
خوښ يم چې د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزيرانو په غونډه کې په داسې حال کې د خپل هيواد افغانستان په استازيتوب ګډون کوم چې له لسيزو وروسته اوس په افغانستان کې نه بهرنی عسکر شته او نه داخلي جنګ. له افغانستان څخه د لويديځ د نظامي او فکري اشغال لمن په بشپړه توګه ټوله شوې. په هيواد کې د قدرت جزيرې له مينځه وړل شوي او ټوله خاوره د يوه مرکزي، متعهد او مسؤول حکومت په لاس کې ده. افغانستان څو لسيزې وروسته له بشپړ امنيت او ثبات څخه برخمن دی. په دولتي ادارو کې فساد له منځه تللی. د هر ډول مخدره موادو کرنه او سوداګري په مطلق ډوله بنده شوې. د هيواد او خلکو د لومړيتوبونو د تحقق او د متوازن پرمختګ له پاره د هيواد له ګوټ، ګوټ څخه عوايد مرکزي خزانې ته راټوليږي. د افغانستان ملي بودجه سل په سلو کې له کورنیو عوايدو تمويليږي. افغانستان اوس د يوه داسې امنيتي ځواک څښتن دی چې د هيواد د ازادۍ او ثبات ګټندوی او ساتندوی دی او د خپل هيواد د ثبات له لارې د سيمې په ثبات کې خپل رغنده نقش لوبوي.
مګر لسيزو جګړو ځپلی افغانستان ستونزې هم لري. د افغانستان بانک ميلياردونه ډالر شتمني د امريکا د متحدو ايالتونو له خوا کنګل شوې. پر افغانستان غيرعادلانه اقتصادي بنديزونه لګيدلي. په غیر منصفانه ډول د رسمیت مشروع حق ور‌ څخه اخيستل شوی او ان په نړيوالو تخصصي سازمانونو کې ترې د استازيتوب غيرقابل انکار حق اخيستل شوی. او پر دې سربېره د يوې منظمې تبليغاتي جګړې هدف او د يواړخيزو مغرضو راپورونو موضوع ګرځول شوی.
په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د ستونزو د هواري له پاره شپه او ورځ کار کوي، او په دې برخه کې يې پام وړ لاسته راوړنې هم لرلي، د اسلامي همکارۍ سازمان له غړو هيوادونو او د نړۍ له ټولو بشرپالو هيوادونو څخه دوه غوښتنې لري:
زمونږ لومړۍ غوښتنه دا ده چې ټول هيوادونه بايد د افغانستان د مرکزي بانک د ټولو شتمنيو د آزادولو او له افغانستان څخه د اقتصادي او د افغانستان اسلامي امارت له مشرانو څخه د سفري بنديزونو د لرې کولو له پاره جدي هڅې وکړي. دغه بندیزونه د افغانستان د مرکزي بانک د وظايفو د معطل کېدلو، د افغانستان د اقتصادي ودې او ان سيمه ييزې سوداګرۍ د ورو کېدو او د دوه اړخيزو او څواړخيزو اړيکو د ټينګولو په موخه د راشه درشه د مخې ډب کولو سبب شوي. زمونږ هيله ده چې د جګړې د وخت چلن د سولې پړاو ته را و نه ليږدول شي. ايا دا منطقي ده چې يو کوربه هيواد دې د يوه هيواد د بهرنیو چارو وزير د بلنې له کبله له ملګرو ملتونو څخه اجازې اخيستنې ته اړ شي؟ آيا دغه ډول چلن په زوره د واکمن نړيوال نظم د عادلانه توب تر پوښتنې لاندې راوستل نه دي؟
زمونږ دوهمه غوښتنه دا ده چې د اسلامي همکارۍ سازمان غړي هيوادونه او د نړۍ نور هيوادونه د مشترکو مشروع ګټو په چوکاټ کې له افغانستان سره اقتصادي او سوداګريزې ملګرتيا ته داخل شي.‌ افغانستان د ستراتيژيک موقعيت، پراخو طبيعي زېرمو او ارزانه او خواريکښ بشري ځواک په لرلو سره د ډاډمن امنيت، اقتصاد محوره او متوازنې بهرنۍ تګلارې، او مخلصانه سياسي هوډ په سيوري کې د سيمه ييز اتصال او پانګونې بې مثاله فُرصت دی.‌ دا فُرصت زمونږ له ملي حاکميت او مشروع ګټو پرته هېڅ حدود نه لري.
درنو حاضرينو،
افغانستان له لسيزو جګړې راوتلي هيواد په توګه د ماضي د ترخو تجربو د هېرولو او د نړۍ له هيوادونو سره د دوه اړخيزو مشروع ګټو پر اساس د نويو اړيکو پيلولو مخلصانه عزم لري. مونږ د ځان او نړۍ دواړو له پاره د امن پيغام لرو او د سيمې او نړۍ هيوادونو ته بشپړ ډاډ ور کوو چې زمونږ خاوره به د هيچا په خلاف نه کاريږي. دا ژمنه مونږ په تېرو درې کلونو کې په عمل کې ثابته کړې. په ورته ډول، د نړۍ له هيوادونو څخه هم له افغانستان سره د بالمثل تعامل غوښتنه کوو او د يواړخيزو ګمانونو او د پخوانيو ناکامو تجربو پر اساس ولاړو تحليلونو پر ځای يې د نويو واقعيتونو پر اساس ولاړ تفاهم ته رابولو.
افغانستان د اسلامي همکارۍ سازمان د ټولو غړو هيوادونو تر څنګ د نړۍ ټولو هيوادونو ته په مثبت نظر ګوري او له هغوی څخه هم د مثبت تعامل غوښتنه لري.
درنو حاضرينو،
ستره بې انصافي به وي چې د اسلامي نړۍ د بهرنیو چارو وزيرانو په دې ناستې کې د فلسطين قضيې ته چې د اسلامي همکارۍ سازمان وجودي فلسفه جوړوي، اشاره و نه کړم. له تېرې يوې پېړۍ راهيسې چې د فلسطين د بشر او حجر د له مينځه وړلو له پاره کومه جګړه کيږي او په ځانګړې توګه له تير نږدې يوه کال راهيسې چې په کوم سرعت د اشغالګر صهیونستي رژيم له خوا د فلسطين د مظلومو خلکو کومه ارادي، منظمه، او بې رحمانه نسل وژنه روانه ده، په تاريخ کې ساری نه لري. مګر له يوه کال تيريدو سره، سره واکمن نړيوال نظم نه يوازې د ظالم د لاس په نيولو کې پاتې راغلی، بلکې د مظلوم پر ضد يې مالي، نظامي او تبليغاتي ملاتړ کيږي. دا حالت په هېڅ ډول د توجيه وړ نه دی. دا د نړۍ د ټولو بشرپالو هيوادونو، په ځانګړې توګه د اسلامي همکارۍ سازمان مسؤوليت دی چې د فلسطين قضيې ته عاجل، عادلانه او دايمي حل پيدا کړي او د دغه حل د تطبيق له پاره هر ډول اړينه سياسي اراده، همغږي، او امکانات پيدا کړي. که مونږ د اسلامي همکارۍ سازمان غړي هيوادونه دا قضيه هواره نه کړو، نه به مو خدای وبخښي او نه خپل ولسونه.
له توجه نه مو يوه نړۍ مننه
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

نورې ویناوې...