Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۰۵ رَبِيع ٱلْأَوَّل ۱۴۴۵

نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د ایران سفیر ښاغلي بهادر امینیان وکتل.

په ناسته کې د افغان مهاجرینو، محبوسینو، مخدره توکو، معتادینو او دوه اړخیزو همکاریو په باب خبرې وشوې. ایراني سفیر د امیرالمؤمنین حفظه الله د مخدره موادو د بندېدو د فرمان هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې حکومت یې چمتو دی چې د افغان بزګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې همکاري وکړي. متقي صاحب له ایران سره له مثبتو اړیکو او پرمختګونو خوښي وښوده او د لازیاتو همکاریو ډاډ یې ورکړ. د ناستې په پای کې هوکړه وشوه چې د یادو شویو مواردو د تعقیب په اړه به دوه اړخیز هئیتونه یو بل هیوادونو ته سفرونه کوي.

Read Previous

هغه یو شمېر افغان وګړي چې له څه مودې راهیسي د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د احتجاج په بڼه را ټول شوي، او غواړې چې بهرنیو هیوادونو ته ولیږدول شي.

Read Next

نن د م. م. د بشري حقونو د شوری ځانګړي راپور ورکونکي ريچارډ بنيټ د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

Leave a Reply