په دغه ناسته کي د نیمروز ولایت د والي محترم مولوي نجیب الله رفیع مرستیال والي محترم حاجي محمد نبي عثماني او امنیه قومندان محترم سردار محمد ایوبي تر څنګ د بیلابیلو ریاستونو رئیسانو او یو شمیرامنیتي مسؤلینو هم ګډون درلود.
د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي د غونډې برخوالو ته په خپله وینا کي د ټولو ملکي او امنیتي ادارو د مسؤلینو او کارکوونکو هڅې وستایلې، متقي صاحب په هیواد کې د اوسني اسلامي مرکزي نظام راتګ او قیام د ډیرو سترو او بې مثله قربانیو ثمره وګڼله، هغه ټینګار وکړ چې د نظام د بقاء او د ولس د هر اړخیزې هوساینې لپاره به هلې ځلې ګړندۍ کړو.
د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړ چې که موږ منظم، متحد او خپلو اهدافو ته ژمن واوسو، نو نړۍ به اخېر تعامل ته راوړاندي شي او د افغان ولس او حکومت مشروع غوښتنو ته به غاړه کښیږدي، متقي صاحب باورمندي څرګنده کړه چي هیواد به له محتاجیو خلاص او خودکفاء کیږي ان شاء الله تعالی .