د بهرنیو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لورې د عقیدتي درسونو لومړنۍ دوره چې د وزارت سلګونو کارکونکو ونډه پکې اخیستې وه، د یوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسېده.

په دې ستاینغونډه کې د بهرنیو چارو وزیر له خوا ګڼو هغو کارمندانو ته چې په ازموینه کې یې لوړې نومرې ترلاسه کړې وي ستاینلیکونه او ډالۍ ووېشل شوې.
د بهرنیو چارو وزیر خوښي وښوده چې د وزارت کارکونکو د دیپلوماسي کورسونو سره په څنګ کې په دیني او عقیدتي درسونو کې هم په لوړه کچه ګډون کړی او لازمې زده کړې یې ترسره کړې دي.
متقي صاحب سپارښتنه وکړه چې د سیاسي، دیني او عقیدتي زدکړو لړۍ دې نوره هم پراخه او لا معیاري شي.