ښاغلي متقي صاحب د اروپايي ټولني د بشري مرستو څخه مننه وکړه او زياته یې کړه، چي د افغانستان او اروپايي ټولني د نژدې کېدو له پاره دي ډېر کار وسي او يادونه یې وکړه چي اروپايي هيوادونه دي وهڅول شي تر څو په افغانستان کي خپل سفارتونه پرانيزي.
توماس نیکلاسن او ورسره مل پلاوي د ا.ا.ا په راتګ سره د بشپړ امنیت د خوندي کېدو او د فساد په وړاندي د کلکي مبارزې ستاینه وکړه او زياته یې کړه، چي نړیوالو هم پر دې اعتراف کړی، چي د ا.ا.ا. په راتګ سره په افغانستان کي امنیت ډاډمن شوی او د فساد پر وړاندي جدي مبارزه روانه ده او ډاډ یې وړاندي کړ، چي د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو، بشري مرستي به دوام ولري او د افغانستان مثبت انځور به نړیوالو ته ورسوو.
د کندهار مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک بيا د اروپايي ټولڼي د استازو څخه د ښووني او روزني، د رواني ناروغانو لپاره د درملني مرکز جوړولو، د بندونو د جوړولو او روغتیايي برخو کي د همکارۍ غوښتنه وکړه او د دوی د خدماتو د ښه تطبیق په برخه کي يې د بشپړي همکارۍ ډاډ ور کړ.