تېره ورځ (۱۲/ حوت/۱۴۰۱ هـ ش) بهرنیو چارو وزارت کې د خالي بستونو لپاره د ازاد رقابت له لارې تحریري ازموینه واخیستل شوه.

دا ازموینه چې سلګونو کسانو پکې ګډون کړی و، د هغو مراجعینو تر منځ د ازاد رقابت په موخه دائره شوه چې په تیر یوه نیم کال کې یې په بهرنیو چارو وزارت کې د کارکولو غوښتنلیکونه د منابع بشري ریاست ته سپارلي وو.
یاده پروسه په داسي حال کې تر سره شوه چې د شفافیت په موخه یې لسګونو ناظرینو نظارت کاوو. او له دې وروسته به هم د یوې ځانګړې بې پرې کمېټې له لوري د امتحان پاڼي کتل کیږی او د ازموینې بریالي کسان به په بهرنیو چارو وزارت کې ٢٠ خالي بستونو ته ورپیژندل کیږې او د خدمت زمینه به ورته برابره شي.