نن په کابل کې د قرغزستان جمهوریت شارژدافیر ښاغلي سنجر الګوژویف د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رئیس ښاغلي ذاکر جلالي سره په کابل کې د خپل ماموریت د پای په مناسبت د مخه ښې لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې د افغانستان او قرغزستان پر دوو اړخیزو اړیکو خبرې وشوې او په ځانګړې توګه په افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته د دواړو هېوادونو دیپلوماتیکو اړیکو کې د لاسته‌راوړنو یادونه وشوه.
د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رئیس قرغزستان سره د ا. ا. ا. اړیکې ښې وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې په کابل کې د قرغزستان جمهوریت نوي شارژدافیر ښاغلي دانیار ژولچایف سره ښې کاري اړیکې ولري.
د قرغزستان جمهوریت شارژدافیر د خپل ماموریت پرمهال د ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه او هیله څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه په راتلونکي کې هم له مشترکو فرصتونو څخه د دواړو حکومتونو او ملتونو په ګټه استفاده وکړي.