په خوښۍ سره د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت په پر له پسې هڅو او د سعودي عربستان په همغږۍ او همکارۍ وتوانید چې په سوډان کې د بند پاتې افغانانو دوهمه جوپه هم چې ٤٣ تنه دي‏له یاد هېواد څخه په خوندي ډول د سعودي عربستان جدې ښار ته نقل کړي

چې هلته به د افغان قونسلګیری له لوري په هوټلونو کي ځای پرځای کیږي او په لنډ وخت کې به هېواد ته راستانه کړل شي.
خپلو وطنوالو ته ډاډ ورکوو چې په سوډان کې د نورو بند پاتې افغانانو د خوندي وېستلو لپاره زموږ هلې ځلې روانې دي او په دې برخه کې له ټولو امکاناتو څخه استفاده کوو.