په پام کې ده چې د روانې اوونۍ په پای کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ يو جامع سياسي او تجارتي پلاوی د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته ولاړشي.

د افغانستان حکومت غواړي په دې سفر کې د افغانستان او پاکستان پر دوو اړخيزو سياسي-تجارتي اړيکو، سيمه‌ييز ثبات او ټرانزيټ هراړخيزې خبرې اترې وکړي.

د دې ترڅنګ به د هېواد د بهرنيو چارو وزير د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي. په دې سفر کې به د افغانستان او چين د بهرنيو چارو وزيران دوې اړخيزې خبرې هم ولري.

undefined