۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د بهرنیو استازولیو سره د امارتي ادارو د تعامل په اړه د پوهاوي او همغږۍ غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ ترسره شوه، د اسلامي امارت د ټولو وزارتونو، عمومي ریاستونو او مستقلو ادارو د دفتر رئیسانو او بهرنیو اړیکو مسئولینو ګډون کړی و.
په غونډه کې د امیرالمؤمنین حفظه الله د وروستي فرمان او کابینې د پرېکړې چې له بهرنیو استازولیو سره د تعامل او رسمي سفرونو اړوند هدایات پکې شوي، د ښه تعمیل په موخه د امارتي ارګانونو له خوا له بهرنیو هیوادونو او استازولیو سره د ملاقاتونو، رسمي سفرونو او تړونونو د امضاء کولو قانوني مراحل تشریح او په اړونده برخو کې د همغږۍ په وړاندې شته ستونزې او حل لارې یې په تفصیل سره ذکر شوې او د مشرتابه -حفظه الله- له فرمان سره مل په لیکلې بڼه پر ګډونوالو ووېشل شول.
د مجلس ګډونوالو د همغږۍ او پوهاوي په موخه دغه دائره شوې غونډه د چارو د انسجام او تنظیم لپاره مفیده وبلله، د ازاد بحث له لارې یې خپل وړاندیزونه او مشورې مطرح او د تطبیق په موخه یې هر اړخیز بحث وشو.
ګډونوالو د دا ډول غونډو دزیاتوالي غوښتنه وکړه او د پوهاوي لپاره یې ګټوري وبللې .