د بهرنیو چارو وزیر د م.م. د پراختیايي پروگرام او کډوالو عالي کمېشنرۍ له چارواکو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیرخان متقي، د ملگرو ملتونو د پراختیايي پروگرام (UNDP) له اداره کوونکي ښاغلي الکساندر ډي کرو او د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له عالي کمېشنر ښاغلي برهم احمد صالح سره وکتل.

په دې لیدنه کې د افغانستان او ملگرو ملتونو د اړوندو ادارو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا، د افغان کډوالو د وضعیت، بشري او پراختیايي مرستو، د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو، بدیل معیشت او د دوامدارو پراختیايي پروگرامونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو محترم وزیر د افغانستان له خلکو سره د یادو سازمانونو د همکاریو قدرداني وکړه او ویې ویل چي اسلامي امارت په تېرو څو کلونو کې د امنیت، ثبات، اقتصادي پرمختگ، د اداري فساد د مخنیوي او د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو په برخو کې مهمې لاسته راوړنې لري، چې د هېواد د بیا رغونې او دوامدار پرمختگ لپاره یې مناسب فرصتونه رامنځته کړي دي.

د بهرنیو چارو وزیر د افغان کډوالو د جبري ایستلو او د هغوی د راستنېدو پر مهال د رامنځته کېدونکو بشري ستونزو په اړه اندېښنه څرگنده کړه. نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت د راستنېدونکو هېوادوالو د هرکلي او لومړنیو خدمتونو د برابرولو لپاره پراخ اقدامات کړي، خو د هغوی د دایمي مېشتېدو، په اوږدمهال کې د معیشت د تأمین او ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره لا ډېرو پراختیايي همکاریو او ملاتړ ته اړتیا شته.
ښاغلي وزیر همدارنگه وویل چې د کوکنارو د کښت له منځه وړل یوه مهمه لاسته راوړنه ده، خو د بدیل معیشت، کرنیزو پروژو، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او د کارموندنې پروگرامونو پلي کول د دې بریا د دوام لپاره ضروري دي.

نوموړي د هغو افغانانو ستونزې هم یادې کړې چې په ځینو هېوادونو کې د هویتي اسنادو د نشتوالي له امله له قانوني ستونزو او توقیف سره مخ دي، او په دې برخه کې یې د (UNHCR) له لوري د لازمو هڅو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.
ښاغلي وزیر د ملگرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو د فعالیتونو د اسانتیا په برخه کې د اسلامي امارت د همکارۍ ډاډ ورکړ او څرگنده یې کړه چې اسلامي امارت پخوا هم لازمې اسانتیاوې برابرې کړې او په راتلونکي کې به هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ښاغلي الکساندر ډي کرو او ښاغلي برهم احمد صالح، د اسلامي امارت له چارواکو سره د مستقیمو خبرو او نظرونو د تبادلې دغه فرصت ارزښتناک وباله او هیله یې څرگنده کړه چې دا ډول لیدنې به د گډو همکاریو د لا پراختیا او د افغانستان د خلکو د اړتیاوو د ښه درک لپاره گټور تمام شي.

د (UNDP) اداره کوونکي، ښاغلي الکساندر ډي کرو، د افغانستان په امنیتي وضعیت، سراسري ثبات او د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو په برخه کې شوي پرمختگونه مثبت وبلل او ویې ویل چې دغه لاسته راوړنې د نړیوالې ټولنې لپاره د پراختیايي همکاریو د پراخولو مناسب فرصتونه رامنځته کوي.
نوموړي زیاته کړه چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې د بشري مرستو ترڅنگ د اقتصادي ودې، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، د کارموندنې، بدیل معیشت او بنسټیزو خدمتونو په برخو کې هم عملي گامونه واخیستل شي.

د (UNHCR) عالي کمېشنر، ښاغلي برهم احمد صالح، وویل چې د افغانستان خلک د نړیوالې ټولنې د دوامدار ملاتړ مستحق دي او (UNHCR) به له هغوی سره خپلې همکارۍ په رښتینولۍ او ژمنتیا دوامدارې وساتي.
نوموړي ټینگار وکړ چې په افغانستان کې د امنیت، ثبات او د مخدره موادو د کښت د له منځه وړلو په برخو کې رامنځته شوي پرمختگونه باید د نړیوالې ټولنې له خوا تقدیر شي او د نړیوال تعامل د پیاوړتیا لپاره ترې گټه واخیستل شي.

ښاغلي برهم احمد صالح زیاته کړه چې که څه هم په تېرو کلونو کې په افغانستان کې ډېرې مالي سرچینې لگول شوي، خو لا هم په بېلابېلو پراختیايي او خدماتي برخو کې زیاتې پانگونې ته اړتيا ليدل کېږي.
نوموړي څرگنده کړه چې (UNHCR) د افغان کډوالو له جبري ایستلو ملاتړ نه کوي او هڅه کوي له گاونډیو هېوادونو سره په دې برخه کې خبرې وکړي تر څو د افغان کډوالو ستنېدل په داوطلبانه، خوندي، باعزته او انساني ډول ترسره شي.

نوموړي همدارنگه وویل چې (UNHCR) د افغانستان، پاکستان او (UNHCR) او همدارنگه د افغانستان، ایران او (UNHCR) ترمنځ د درې اړخیزو همکاریو د میکانېزمونو پر پیاوړتیا کار کوي، ترڅو د افغان کډوالو ستونزو ته دوامدار او مناسب حل وموندل شي.
لیدنې په پای کې دواړو خواوو د بشري او پراختیايي همکاریو د لا پراختیا، د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل، د متقابل تفاهم او همغږۍ د پیاوړتیا او د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره د گډو همکاریو پر دوام ټینگار وکړ.