د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافير احضار کړ

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ملکي وګړو پر کورونو د بمبارۍ په تړاو یې خپل شديد او قاطع اعتراض ورته وړاندي کړ.

تېره شپه، د پاکستان متجاوز پوځي رژیم د افغانستان د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو پر استوګنیزو کورونو هوايي بریدونه وکړل، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٣٦ تنه عام ولسي وګړي شهیدان او ١٦٣ تنه ټپیان شوي دي.د افغانستان اسلامي امارت دغه بریدونه د نړیوالو اصولو، بشري قوانینو او د هېوادونو د ملي حاکمیت ښکاره نقض بولي او په کلکو ټکو یې غندي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان له کرښې څخه په سلګونو کیلومتره لرې د پاکستان په ځینو ښارونو او ډیرو خوندي سیمو کې رامنځته شويو امنیتي پېښو، چاودنو او بریدونو پلان بې‌له کوم معتبر سند او شواهدو افغانستان ته منسوبوي.

بلکې له تېرو څو کلونو راهیسې یې د خپلو امنیتي او سیاسي ناکامیو د پټولو په موخه پر افغانستان د بې‌بنسټه تورونو د لګولو او د ستونزو د انتقال هڅه کړې، او په مکرر ډول یې د زور او نظامي تېري له لارې د دغو ستونزو د حل ناکامه تګلاره خپله کړې ده.

په داسې حال کې چې دا ډول چلند نه یوازې د موجودو ستونزو د حل لاره نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا، ګاونډیتوب اړیکې او د سیمې امنیت او ثبات ته هم جدي زیان رسوي.