د بهرنيو چارو وزير سره د قطر سفير وکتل

نن په کابل کې د قطر دولت سفیر، ښاغلي ډاکټر مردف القاشوطي، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر، محترم مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو د لا پراختیا ترڅنګ، د ګډو ګټو اړوند پر یو شمېر سیمه‌ییزو موضوعاتو هم د نظر تبادله وشوه.

د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او قطر ترمنځ اړیکې مثبتې او مخ پر ودې وبللې او د افغانستان اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې یې د قطر دولت د رغنده رول او دوامدارو هڅو ستاینه وکړه.

د قطر دولت سفیر د خپل هېواد او افغانستان اړیکې تاریخي او ژورې وبللې او ویې ویل چې قطر د منځګړیتوب بهرني سیاست په چوکاټ کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل او اړیکو د پراختیا ملاتړ ته ژمن دی.