د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیر خان متقي او مل پلاوي نن په دوحه کې د قطر دولت پخواني امیر، والاحضرت شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د وفات له امله د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د قطر دولت امیر، والاحضرت شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.
د دې سفر په ترڅ کې، محترم مولوي امیر خان متقي د قطر دولت د وزیرانو شورا له رئیس او د بهرنیو چارو له وزیر، جلالتمآب شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د وزيرانو شورا مرستيال او د دفاع وزير محترم شيخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن آلثاني او همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر، محترم ډاکټر محمد بن عبدالعزیز الخليفي سره هم وکتل او د والاحضرت شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د وفات له امله يې هغوی ته د خواخوږۍ، تسلیت او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.