د افغانستان او هند د بهرنيو چارو وزارتونو د مشترکې کمېټې ناسته ترسره شوه

د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزارتونو د مشترکې کمېټې ناسته په نوي ډیلي کې تر سره شوه.

د افغانستان اسلامي امارت او هند جمهوریت د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د مشترکې کمېټې څلورمه ناست نن پنجشنبې د افغانستان د بهرنیو چارو لومړي سیاسي رییس ښاغلي شعیب بریالي او د هند بهرنیو چارو وزارت کې د پاکستان، افغانستان او ایران د چارو رییس ښاغلي انند پرکاش په مشرۍ، د هند په بهرنیو چارو وزارت کې تر سره شوه.په یاده ناسته کې د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاريو په اډانه کې د ویزو صدور، د سوداگرۍ په ستونزو او د صادراتو او وارداتو په پياوړتیا هر اخیز گډ بحث وشو.