۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

په بهرنیو چارو وزارت کې د ډيپلوماټیک تخصصي کورس فراغت غونډه ترسره شوه.

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټيټوټ ریاست له لورې د ا.ا.ا. د (۳۵) مختلفو وزارتونو او مستقلو اداراتو منسوبینو او کارکوونکو لپاره د ډيپلوماتیکې روزنې درې میاشتنی کورس ترسره کړ.

په دغه کورس کې (۱۲) مهم مضامین د مجربو او متخصصینو استاذانو له لورې تدریس شول ، په یاد کورس کې (۱۵۵) تنو برخه لرله او د فراغت غونډه یې په ۲۶\۴\۱۴۰۲ نېټه د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې د محترم وزیر مولوي امیر خان متقي او محترم سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزی او محترم اداري معین مولوي رحمت الحق فضیل صاحب په حضور کې تر سره او ټولو فارغینو ته سرټفکيټونه توزیع شول.