د بهرنیو چارو وزارت له الله عزوجل څخه شهیدانو ته د جنت الفردوس، زخمیانو ته د عاجلې شفاء دعاء او اقاربو ته د صبر جمیل او نعم البدل غوښتنه کوي.
همدارنګه د ا.ا.ا. دښمنانو ته څرګندوي چې په داسي بزدلانه او نامشروع کړنو سره نشي کولای چې د اسلامي نظام په وړاندي خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي.
په هیواد کې د حاکم اسلامي نظام په ضد جګړه او نور تخریبي اعمال تر سره کول له اسلامي ارشاداتو سره په ټکر کي دي او مرتکبین یې مجرمین دي.