د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت په ډاګه کوي چې پرون (دوشنبه) د ترکيې په استانبول کې د افغانستان په جنرال کونسلګرۍ کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا استول شوي ديپلومات خپل کار رسما پيل کړي.

د بهرنيو چارو وزارت هڅه کوي چې د ديپلوماتيکو فعاليتونو تر څنک، په بهر کې د افغانستان سياسي استازولۍ په بشپړ مسؤوليت او شفافيت سره بهرمېشتو وطنوالو ته کونسلي خدمات وړاندې کړي.
د دې تر څنګ چې د ترکيې جمهوريت سره د افغانستان اسلامي امارت ديپلوماتيکي اړيکي ځانګړی اهميت لري، استانبول کې د زرګونو افغان کډوالو شتون د دې ښار اهميت لا زياتوي او ايجابوي چې د افغان حکومت استازي په شفاف ډول ټول لازم خدمات وړاندې کړي.