په دغه تعزیتي غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر د شهیدانو له کورنیو سره غمشریکي وکړه او د الله عزوجل څخه یې هغوی ته د صبر، زغم، حوصلې او نعم البدل دعاء وکړه، دغه راز یې ډاډ ورکړ چې حکومت به یې ملاتړی او همکار وي.
همدا راز محترم متقي صاحب د شهیدانو د کورنیو له غړو سره د اجسادو د رانقلولو د پروسې په مهال موجودې هغه ستونزې شریکې کړې چې د نړیوالو ظالمانه بندیزونو له کبله رامنځته شوې وې او دغه بهیر یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی وو. د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ موږ د جسدونو نقل لپاره ځانګړې الوتکه چمتو کړه اجازه ورنکړل شوه، دوه ځله هغه روپۍ چې د جسدونو د راوړلو مصارف کېدل مستردې شوې، هغه وویل؛ دغه بشري موضوع کې د افغانانو په وړاندي د نړیوالو غیر عادلانه تګلارې دا پروسه تر دریو میاشتو پورې وځنډوله. د بهرنیو چارو وزیر په دغه مراسمو کې د وینا په یوه برخه کې په نړیوالو غږ وکړ چې بندیزونه لیري کړي تر څو افغانان وکولای شي چې په کور دننه او بهر خپلو اړتیاوو ته لاسرسۍ ولري.