۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

مصري پلاوي او ډیپلوماتانو په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د دویم سیاسي رياست له رئيس سره وکتل.

د ۱۴۴۵ کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۱ مه نېټه د مصري پلاوي مشر حسن عبدالسلام النجار په کابل کې د مصر سفارت لومړي سکرتر او د قونسلى چارو مسؤل محمد احمد عبدالحلیم د بهرنیو چارو وزارت د دویم سیاسي رياست له رئیس ښاغلي فيضان الله ناصري سره وكتل.

په دې کتنه کې د مصري پلاوي مشر په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د اسلامي امارت د دوه کلنو لاسته راوړنو په ځانګړي ډول په افغانستان کې د سرتاسري امنیت او اقتصادي ثبات د تأمین قدرداني وکړه دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د اړيکو د پراختيا پر څرنګوالي بحث، ټينګار او د نظريو تبادله وکړه.