د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یمن کې د دایمي اوربند د رامنځ ته کولو په موخه د سعودي عربستان او د عمان د سلطنت د هڅو هرکلی کوي او دغه اقدام د یمن په جمهوریت کې د سولې او ثبات د ټینګښت په موخه د هغه هیواد د خلکو په ګټه بولي،

همدارنګه دغه هڅی د سیمې د ثبات او امنیت په نفع ګڼي.
ددی تر څنګ د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګندوي چې دا خبرې اترې به د یمن په جمهوریت کې د سیاسي حل او دایمي سولې د رامنځ ته کیدو سبب شي.