۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د سپين بولدک – چمن او په ټوله کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټولې کرښې شاوخوا پراته ولسونه یو بل سره ګڼ دیني، قومي، ژبني، خپلوي او تجارتي پیوندونه لري او د تاریخ په اوږدو کې حکومتونو د ځینو تاریخي جبرونو سره سره د دغې سیمې د ولسونو لپاره ځیني خاص حقونه په نظر کې نیولي او احترام یې کړی دی.

اوس چې د پاکستان حکومت د تاریخي حقایقو او اوسنیو ځمکنیو واقعیتونو پرخلاف غواړي د تګ راتګ لپاره د چمن – بولدک پر ولسونو پاسپورټ او ویزه جبري کړي، دا هم د مهاجرینو د جبري اخراج په څېر د پاکستان د حکومت یو اړخیزه او د ځمکنیو واقعیتونو خلاف پرېکړه ده. دغه پرېکړه د بولدک او چمن دواړه غاړو ته د ولسونو ژوند ته ډېرې ستونزې جوړولای شي او له همدې امله د سیمې زرګونه خلکو د دې پرېکړې پرخلاف خپل غږ پورته کړی او احتجاجي ناستې دوام لري.
دا چې د دې سیمې خلک په منطقې کې اوږدو جګړو کافي ځپلي او ډېر فرصتونه یې ترې اخیستي؛ اوس چې په افغانستان کې امنیت او ثبات راغلی او اقتصادي تحرک ایجاد شوی دی، د افغانستان اسلامي امارت دریځ او غوښتنه داده چي دا ولسونه دي پرېښودل شي چي د پخوا په څېر ازاد تګ راتګ وکړي او د دواړو هېوادونو په اقتصادي تحرک کې مثبت رول ولوبوي.