د غزې تړانګې پر بېدفاع ولس د صهیونیستي رژیم د یوې نیمې میاشتې مسلسل بمبارد وروسته چې په نتیجه کې يې تر ۱۴ زرو زیات ملکیان شهیدان شول او صهیونیستي پوځ د بشري حقونو ټول حدود مات کړل، د څلورو ورځو لپاره پر اوربند د هوکړې اعلان د غزې ولس د لا زیاتو ملکي تلفاتو د مخنیوي پر لور یو مثبت ګام دی.
د بشري موقت اوربند د اعلان او د غزې اړمن ولس ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د قطر دولت فعاله دیپلوماسي د ستاینې وړ ده او پکار ده چې د غزې ولس د ژوند ژغورلو په خاطر اوربند دایمي شي.
په غزه کې د بشري حقونو د نقض او د صهیونیستی رژیم له خوا د ټولو بشري حدودو ماتولو په تړاو د غربي دولتونو او د بشري حقونو مدعي سازمانونو دوهګوني چلن د دوی اعتبار ته نه جبرانېدونکی زیان ورساوه.
د فلسطین د قضیې جامع او تلپاتې حل دا دی چې د تاریخي فلسطین د اراضي اشغال پای ته ورسېږي او فلسطینیانو ته حق ورکړل شي چې د نورو ملتونو په څېر پر خپل تاریخي قلمرو مستقل دولت ولري.