پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو د وحشیانه بریدونو د بیا پیلیدو په اړه د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

د فلسطین په غزې تړانګه کې له څو ورځني اوربند وروسته، تیره ورځ صهيونيستي یرغلګرو یو ځل بیا وحشیانه بریدونه پیل کړي چې د تیرو نږدې شل زره شهیدانو او شپږدیرش زره ټپیانو سربیره تر دې دمه نږدې ٢٠٠ تنه نور ملکيان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، په شهادت رسيدلي، ۶۰۰ نور ټپیان شوي او ګڼ شمیر یې لا هم تر نړیدلو ودانيو لاندې لادرکه دي.
اسلامي امارت د صهیونیستانو روان وحشت په تر ټولو کلکو ټکو غندي او د سملاسي دريدو غوښتنه يې کوي.
د افغانستان اسلامي امارت پر نړیوالو او سیمه‌ییزو مؤثرو دولتونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو مدعي سازمانونو غږ کوي چې په غزه او اشغال شوي فلسطین کې د روانې ټولوژنې مخه ونیسي او د دې قضیې اساسي حل ته لار اواره کړي. په فلسطین کې د ټولوژنې دوام به د نړیوالو سازمانونو او د بشري کنوانسیونونو کمزوری اعتبار له منځه یوسي.
د افغانستان اسلامي امارت
د بهرنیو چارو وزارت