په دې ناسته کې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو پر پیل، اقتصادي همکاریو او ګڼو نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې. د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې په لومړي ځل د اذربایجان جمهوریت د سفارت پرانیسته او د سفیر په کچه د دیپلو مات رالیږل دوو اړخیزو اړیکو کې مهم پرمختګ وباله او دا یې د افغانستان او اذربایجان د دوستۍ ښه نښه وبلله. متقي صاحب د افغانستان او اذربایجان اړیکې تاریخي وبللې او د اذربایجان سفیر ته یې د هرکلي ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چمتو دی چې په کابل کې د اذربایجان سفارت سره لازمه مرسته وکړي.دوو اړخیزو اړیکو کې د نورو فرصتونو ترڅنګ د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د لاجوردو لار افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري او د دې دهلیز له فعالېدو سره افغانستان له اروپا سره وصلېدلای شي. متقي صاحب همداراز وویل چې اسلامي امارت غواړي په باکو کې د افغانستان سفارت کې د دیپلوماتیک حضور کچه لوړه کړي. ښاغلي الهام محمدوف وویل، آذربایجان د افغانستان حاکمیت او خپلواکۍ ته درناوی لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي. ښاغلي محمدوف مننه وکړه چې افغانستان تل د اذربایجان د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کړی دی. د اذربایجان سفیر وویل، دا په تاریخ کې اول ځل دی چې د اذربایجان سفارت په کابل کې پرانیستل کېږي. ده د امنیت، ثبات، مخدره توکو پر ضد د مبارزې او اقتصادي پرمختګونو په اړه د افغانستان د حکومت لاستهراوړنې وستایلې. ښاغلي محمدوف وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګڼو برخو کې د همکاریو ښه ظرفیتونه شته چې کولای شي د دواړو هېوادونو په ګټه ثابت شي.