د ا.ا بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې چې د فلسطین خاوره د فلسطینیانو قانوني ځمکه بولي، دغه ډول ظالمانه اقدامات او په غزه کې د صهیونیستي اشغالګرو له لوري روانه نسل وژنه د نه جبرانیدونکو عواقبو او په سیمه کې د بې ثباتۍ عامل ګڼي. نړیواله ټولنه او په خاص ډول اسلامي هېوادونه باید په ګډه د دغه ناورین د مخنيوي په پار عاجل اقدامات ترسره کړي او په دې برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي، تر څو د فلسطین د مظلوم ولس د ټول وژني، د مځکو د غصب او په سیمه کې د وضعیت د لا بحراني کیدو او بې ثباتۍ مخه ونیول شي.