د م.م. د سرمُنشي د وروستي راپور او امنيت شورا ته د سرمُنشي د ځانګړې استازې د وينا په اړه د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د سرمُنشي په وروستي راپور او امنيت شورا ته د افغانستان له پاره د سرمُنشي د ځانګړې استازې په وينا کې په هيواد کې د سراسري امنيت او ثبات د ټينګښت، اقتصادي پرمختګ، د مخدره موادو د هراړخيز بنديز د انفاذ، د جبري را ستنو شويو هيوادوالو د استقبال، د طبيعي پېښو پر وړاندې پر وخت غبرګون او نورو برخو کې د اسلامي امارت د هڅو ستاينه؛ د افغانستان پر خلکو د بانکي او اقتصادي بنديزونو د ناوړو اغېزو درک؛ او همدارنګه د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو تداوم او د نيمه پرمختيايي مرستو لور ته ګام اخيستل مثبت ارزوي. په عين حال کې، د ملګرو ملتونو په دغو او نورو راپورونو کې د يو لړ بې اساسه تورونو، د راپور چمتو کولو د غير علمي میکانیزم، او له ماموريت خارج موضوعاتو ته د لاس ور وړلو لکه د مخدره موادو د بنديز په برخې کې د داخلي اختلاف، پېښو او موضوعاتو ته د قومي رنګ ورکولو، د عامه نظم او قانون د انفاذ هڅو ته د بشري حقونو د سرغړاوي او خپلسرو اقداماتو نوم ور کولو، د ځمکنيو واقعيتونو او تثبيت وړ ارقامو پر اساس د استناد کولو پر ځای پر بې بنسټه ادعاوو، مجهولو سرچينو او مخکېنيو ناسمو راپورونو استدلال، د خودساخته معلوماتو او د جنايي انفرادي پېښو د منحرف تعبير له لارې افغانستان په شخړې کې ښکېل هيواد د معرفي کولو او په دې توګه د وېرې د فضا د خپرولو، او د څو مشخصو هيوادونو د بې بنسټه سياسي روايت تر اغيز لاندې افغانستان نورو هيوادونو ته د خطر د بالقوه سرچينې په توګه ورپېژندلو پر مواردو شديد اعتراض لري او د دې سپارښتنه کوي چې ملګري ملتونو په خپلو راپورونو او چلن کې د سطحیت او پلويتوب پر ځای د دقت او بې پرېتوب لاره خپله کړي. په پای کې د افغانستان اسلامي امارت د اسلام د مبارک دين، د هيواد د استقلال او ملي منافعو په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو د سازمان تر څنګ د نړۍ له ټولو هيوادونو سره د ګډو ګټو د تحقق، او مشترکو اندېښنو ته د ځواب موندلو په پار په هر ځای او وخت کې رغنده او هدفمند تعامل ته پر خپلې ژمنتيا يو وار بيا ټينګار کوي.