۲۸ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ازبکستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ټیلیفوني خبرې وکړې

په دې مکالمه کې دواړه لوري کابل ته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر پر وروستي سفر، شویو توافقاتو او د مسایلو د تعقیب په اړه وغږیدل. دواړه لوریو ډاډ ورکړ، چې د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې به د شویو توافقاتو پر پلي کولو کار کوي او د کارونو د تعقیب په موخه به د لوړې کچې اړیکې ساتي او په راروانو څو ورځو کي به د اړونده چارو د وزیرانو په کچه تعقیبي غونډه کیږي.