د بهرنيو چارو وزير له خپل قزاقي سيال سره ټليفوني خبرې وکړې

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي او د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مرات نورتلیف ټيلیفوني خبرې وکړې.

په دې مکالمه کې د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د دوې اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا او د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو خبرې وشوې. د هېواد د بهرنیو چارو وزیر قزاقستان د مرکزي اسیا مهم هیواد یاد کړ او هیله یې وکړه چې له رامنځته شویو ظرفیتونو څخه په استفادې باید دواړه هيوادونه د سیمې د پرمختګ او ښېرازۍ لپاره ګډ کار ته ادامه ورکړو.

مولوي امیر خان متقي قزاقستان سره د افغانستان اړیکې مهمې وبللې او ګڼو برخو کې یې د همکاریو پراختیا ته خپله ژمنتیا تکرار کړه. د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو چارو وزارتونو په سطحه د ښکېلتیا د زیاتوالي غوښتنه وکړه. نوموړي همداراز وویل چې په نږدې راتلونکي‌ کې به په یو رسمي سفر کابل ته راشي.

ښاغلي نورتلیف څرګنده کړه چې هېواد يې چمتو دی په افغانستان کې د تورغنډۍ-هرات ریل پټلۍ جوړولو په برخه کې ۵۰۰ ملیونه ډالره پانګونه وکړي.په پای کې دواړو لوريو هوکړه وکړه چې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پرمختګ لپاره به تماسونه زیاتوي او د دواړو هیوادونو کاري ټیمونه به په کابل او استانه کې خبرو او کار ته دوام ورکوي.