د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي او د هند جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جې شنکر ټيلیفوني خبرې وکړې.په دې مکالمه کې د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، تجارت او د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزير هند د سیمې مهم هیواد او له افغانستان سره يې اړیکې تاريخي وبللې او هیله يې څرگنده کړه چې دا ړیکې لا پیاوړې شي.
د بهرنيو چارو وزير د متوازن سياست په خپلولو سره ټولو لوريو سره پر مثبتو اړيکو ټينگار وکړ. مولوي امير خان متقي همداراز افغان سوداگرو او ناروغانو ته د هند د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو او په هند کې د افغان بندیانو د خلاصېدو او هیواد ته د راستنولو غوښتنه وکړه.
د هند د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جې شنکر هم له افغانستان سره د هند اړیکې تاریخي وبللې او زیاته یې کړه، چې هېواد به يې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او په سیاسي او اقتصادي برخو کې يې پر گډ کار ټينگار وکړ.ښاغلي جې شنکر همدا ډول د بندیانو قضیو ته د ژر رسېدنې او د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو راوستلو ژمنه وکړه.دواړو لوریو د چابهار بندر په پراختیا هم ټینګار وکړ.