د بهرنیو چارو وزیر سره د امریکا د ولسمشر ځانگړي استازي وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره نن د بندیانو په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ځانگړي استازي اډم بولر په مشرۍ امریکایې پلاوي وکتل. د هېواد د بهرنیو چارو وزیر وویل، د ا.ا.ا. د امیر امیري په نامه امریکايي تبعه نن له بند څخه ازاد کړ او د افغانستان حکومت د اتباعو مسایلو ته له سیاسي زاویې څخه نه گوري او په ډاگه کوي، چې ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو د حل لپاره لارې چارې موندل کېدلای شي.

محترم مولوي امیر خان متقي وویل، د ا.ا.ا. له خوا د امریکايي تبعه د خوشې کولو گام هم په دغه برخه کې د مثبت پرمختگ لپاره پورته شو.مولوي امیر خان متقي د ا.ا.ا. او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د بندي د خلاصون د اسانچارۍ په برخه کې د قطر ورور دولت له مؤثر رول څخه هم مننه وکړه.

د ولسمشر ټرمپ استازي د ا.ا.ا. له خوا د امريکايي تبعه د خلاصون له پرېکړې هرکلی وکړ او دا يې ورته ښه شېبه وگڼله.ښاغلي اډم بولر د ا.ا.ا. او د امريکا متحده ايالتونو ترمنځ د خبرو پخوانی پړاو رغنده وباله او هيله يې څرگنده کړه چې پاتې مواردو باندې به هم خبرې دوام پيدا کړي.