د بهرنیو چارو وزارت معین له سفیرانو او ډیپلوماټیکو استازو سره ناسته وکړه

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت معین، ډاکتر محمد نعیم، نن په کابل کې له مېشتو سفارتونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ په استانبول کې د وروستيو مذاکراتو بهير او د افغانستان اسلامي امارت دريځ بيان کړ.د بهرنيو چارو وزارت معين وويل، د استانبول په خبرو کې اساسي ستونزه دا وه چې پاکستاني لوري د مذاکراتو په جریان کې داسې غوښتنې مطرح کړې چې غیر واقعي او غیر عملي وې.

ډاکټر محمد نعيم وويل، پاکستان کې د ټولو امنیتي ستونزو مسؤولیت افغانستان ته راجع کول په دې معنا دي چې د پاکستان په پوځ کې ځانګړې کړۍ نه غواړي چې د دواړو هېوادونو مسایلو ته مذاکراتي حل وپلټل شي. ښاغلي محمد نعيم زياته کړه، د پاکستاني پلاوي له خوا د غیر مسؤولانه او نه همکارۍ روحیه ددې لامل شوه چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومې پایلې ته ونه رسیږو.

د بهرنيو چارو وزارت معين وويل، موږ منځګړو هېوادونو سره نږدې اړیکه کې یو او چمتو یو چې هر کله پاکستاني لوري مذاکراتو کې د ښه نیت ښودنه وکړه او په غوښتنو کې یې معقولیت او واقعبیني منځ ته راغلل د افغانستان اسلامي امارت چمتو دی چې د دیپلوماسۍ او تفاهم له لارې د موضوع حل ته راوګرځي.