د بهرنيو چارو وزير له خپل تاجکستاني سيال سره ټيليفوني خبرې وکړې

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د تاجکستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهر الدین نن د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکارۍ، سرحدي وضعیت، امنیتي همغږۍ او سیمه‌ییزو ابتکاراتو په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې افغانستان او تاجکستان په وروستیو کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ پر لور د اعتماد فضا رامنځته کړې ده، خو ځینې کړۍ هڅه کوي چې دغه مثبت روند زیانمن کړي. د ښاغلي وزیر له لوري د تاجکستان په خاوره کې وروستۍ رامنځته شوې امنیتي پېښې او د چینایې اتباعو مرګ ژوبله د غندني او تأسف وړ وبلل شوې او د سیمه‌ییز ثبات لپاره د ګډو همکاریو پر اهمیت ټینګار وشو. همداراز، څرګنده شوه چې اسلامي امارت د سرحدي امنیت د ټینګښت، د ګډو تحقیقاتو او د هر ډول همغږۍ لپاره بشپړ چمتو دی، او د شریرو عناصرو پر وړاندې ګډ اقدامات د وخت اړتیا بولي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین د دواړو هېوادونو تاریخي، کلتوري او د دیني ورورولۍ اړیکې یادې کړې او د سرحدي همغږۍ د پیاوړتیا ملاتړ یې څرګند کړ. نوموړي ټینګار وکړ چې تاجکستان له افغان حکومت سره د مثبت تعامل پلوی دی او هغه مغرضې ډلې ردوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابۍ ته لمن وهي.دواړو وزیرانو د سرحدي ځواکونو د منظمو تماسونو، د امنیتي همکاریو د ګډو کمېټو او د تخنیکي ناستو پر دوام موافقه وکړه، ترڅو سیمه د زیات خپلمنځي اعتماد او ثبات شاهده وي.