د متحده عربي اماراتو له بندخونو يوشمېر افغان بندیان خوشې شول

د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت په ځانگړي هدايت او په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت لوی سفارت د پرله‌پسې هڅو په پايله کې، د متحده عربي اماراتو د دولت مشرتابه د دغه هېواد د ملي ورځې په مناسبت شاوخوا ۱۰۸ تنه افغان بندیان له بندخونو خوشې کړل، چې ځيني خوشې شوي افغانان هېواد ته راستانه شول او د پاتې کسانو د راستنېدو بهير به د اړوندو قانوني پروسو تر بشپړېدو وروسته په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي.

د بهرنيو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو د دولت او اړوندو ادارو له همکارۍ او بشردوستانه اقدام څخه مننه کوي او ډاډ ورکوي چې په بهر کې به د افغان بندیانو د قضيو د تعقيب لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.