د عربي متحده اماراتو له بندخونو 54 تنه افغانان خوشي کېږي

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت او په ابوظبي کې د افغانستان سفارت د پرله پسې هلو ځلو په پایله کې د متحده عربي اماراتو له بېلابېلو بندخونو د ۵۴ تنو هېوادوالو د راخوشي کېدو هوکړه وشوه.

د افغانستان اسلامي امارت د اماراتو د دولت له رییس جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل‌نهیان مننه کوي، چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې یې د بندي افغانانو د خوشي کولو لورېینه وکړه او دا گام یې له افغانستان سره د دوه اړخیزو دوستانه اړیکو د پالنې ښه څرگندوی بولي.د یادو ٥٤ کسانو د نومونو نوم لړ ضمیمه دی.